یوې زورورې زلزلې کروشیا او پلازمینه زګریب ولړزاوه، چې د خلکو په منځ کې یې پراخ زیانونه او وېره خپره کړه.
د اروپا د زلزلې ادارې (EMSC) ویلي، زلزله د ریښتر په کچه ۵،۳ وه او د پلازمېنې زغرب په شمال کې یې پراخې سیمې ولړزولې او مرکز یې د زغرب شمال ته ۷ کیلومتره لېرې د ۱۰ کیلومترو په ژوروالي کې و.
عیني شاهدانو ویلي، چې د ډېرو ودانیو په دیوالونو کې درزونه او بامونه زیانمن شوي، د ښار مرکزي کوڅې په کثافاتو ډکې وې او کانکریټي بلاکونه پر موټرو غورځېدلي دي.
د زاګرب مشهور کلیسا هم د یو برج د ړنګیدو له امله زیانمن شوی.
کاتډرل وروسته له هغه رغول شو چې په 1880 کې د یوې زلزلې له امله ویجاړ شو، او د زاګرب په زاړه مرکزي ګاونډیو کې د ځینو ودانیو مخونه ړنګ شول.
ځايي چارواکو تر اوسه د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.
د یادولو وړ ده چې د بالکان سیمه د فعاله زلزلې د خوځښت شاهده ده چې په پرله پسې ډول زلزلې رامنځته کیږي.