هغه د کرونا له وېرې ځنګل ته وتښتېد او مړ شو
یوه روسي تبعه په دغه هیواد کې د کرونا ویروس د رامنځ ته شوې ناروغۍ له امله له رامنځ ته شوي اضطراب څخه د تیښتې په موخه په یوه ځنګله کې پناه واخیسته، خو له مرګه په تیښته بریالی نه شو.
د روسیې مشهور مسافر الکساندر نورکو د سنټ پیټرزبورګ اوسیدونکی دی او د مصر او سینګاپور په ګډون یې په بایسکلونو د نړۍ ګڼ شمیر سفرونه کړي دي.
د روسیې مشهور مسافر الکساندر نورکو د سنټ پیټرزبورګ اوسیدونکی دی او د مصر او سینګاپور په ګډون یې په بایسکلونو د نړۍ ګڼ شمیر سفرونه کړي دي.
د مرحوم مېرمن لاریسا وايي، له مرګ مخکې یې هغې ته د ټیلیفون له لارې یو پیغام استولی و، چې په کې یې لیکلي و، چې د نیلوفر بوټي ریښې یې موندلې او د پخلي او خوړلو نیت یې درلود. او بیا ما له هغه سره اړیکه له لاسه ورکړه.
لاریسا نورکو زیاته کړه چې د هغې میړه یوه تېروتنه وکړه او د خوراکي بوټو او زهرجن بوټو ترمنځ یې ټکر وکړ او هغه د مسمومیدو له امله مړ شو.