په روژه کې له تندې څخه څنګه ځان وژغورو؟
د روژې په اوږدو کې د تندې د له منځه وړلو لپاره، ډاکټران او د تغذیې متخصصین ځینې ساده لارښوونې وړاندې کوي چې تاسو به د روژې په مبارکه میاشت کې د ورځې په اوږدو کې د تندې له احساس څخه په بشپړه توګه خلاص شئ.
۱- په پېشلمي کې د مستو خوړل لکه څنګه چې بدن ته رطوبت ورکوي، نو د بلې ورځې د تندې احساس هم نه کوي، سربېره پر دې د بدن د دفاعي سيستم د پياوړتيا لپاره هم کار کوي.
۲- د سحری خوړلو په وخت کی د کافین استعمال نه کول او د طبیعی جوس خوړل چی لږ فیصده بوره لری لکه هندواڼه چی په زیاته اندازه اوبه لری.
۳- په پېشلمي کې د سابو خوړلو ته پام کول، په ځانګړې توګه د ککریو، رومي بانجان او کاسه چې بدن ته اوبه ورکوي او د روژه ماتي او تندې څخه ژغوري.
۴- هغه خواړه مه خورئ چې په زیاته اندازه بوره یا مالګین مواد ولري تر څو د بلې ورځې په روژه کې د تندې احساس ونه شي.
۵- د روژه ماتي پر مهال یخ حمام وکړئ، ځکه دا د بدن په اوبو کې مرسته کوي او له سختې تندې څخه یې ساتي.
نور موضوعات:
تاسو د هغه چا سره څنګه چلند کوئ چې په هوښیارۍ سره تاسو له پامه غورځوي؟