ښکلول یا غېږ وهل یو مبهم او په زړه پوري عمل ګڼل کیږي چې له زړه څخه د ریښتینې مینې سره مینځ ته راځي او زموږ احساسات بیانوي، مګر څه به وي که چیرې لاس وهل بل مخ ورسره وي.
لاس وهل دا له ځانه سره ګڼ رازونه او روغتیايي، رواني او معالجوي ګټې هم لري، چې دا هغه څه دي، چې ګڼو څېړنو یې په اړه خبرې کړې دي، او د بون پوهنتون په روغتون کې د پروفیسور ریني هورلمن وروستۍ څېړنه ثابته کړې، چې غېږ د رواني درملنې لپاره اغېزمن ځواک لري. ناروغان د اکسیټوسین هورمون له لارې چې د بل چا غیږ کې نیولو سره د انسان له بدن څخه پټیږي چې په پایله کې د مختلفو رواني ناروغیو نښې له مینځه وړي او پدې توګه کولی شي د آټیزم ، شخصیت اختلالاتو یا اضطراب ناروغانو سره په رغیدو کې مرسته وکړي ، او پروفیسور زیاته کړه. دا په ټولنیز چلند کې هم مهم رول لوبوي، د بیلګې په توګه، د میندو سره مرسته کوي چې د خپلو ماشومانو سره اړیکه ټینګه کړي او د دوی ترمنځ اړیکه پیاوړې کړي.
سرچینه: دویچه ویله ویب پاڼه