د فرانسې د ملکې ماري انتونیت بوټان په لیلام کې وپلورل شول
د فرانسې د ملکې ماری انتونیت بوټان په پاریس کې په یوه لیلام کې په ۴۰ زره یورو وپلورل شول. د سپینو بوټانو اوږدوالی 40 سانتي متره دی، او یو پر دریمه برخه یې د ورېښمو پوښل کیږي، پداسې حال کې چې شاته یې د وزې له پوستکي څخه جوړه شوې ده. داسې انګیرل کیږي چې د ملکې نوکرې دا بوټان خپل ملګري ته ورکړي او د هغې له مړینې وروسته یې کورنۍ د اتلسمې پیړۍ تر پایه پورې ساتلي دي.