کرونا د ایران د فوټسال لوبغاړی ۲۲ کلن الهام شیخي وواژه
نن پنجشنبه ګڼو ایراني رسنیو د ایران د فوټبال لوبغاړې الهام شیخي په قم ولایت کې د کرونا ویروس د ناروغۍ له امله چې په دې وروستیو کې په ایران کې خپره شوې، د مړینې خبر اعلان کړ.
په ایران کې د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې په ایران کې د ورزشکارانو په منځ کې مړینه ثبتېږي، وروسته له دې چې تېره چهارشنبه په قم ولایت کې د دغه ولایت دننه لومړۍ دوه مړینې ثبت شوې او دغه ولایت په ایران کې د دغه ویروس د خپرېدو په مرکز بدل شو.
تر دې مخکې اعلان شوی و چې د ایران د ښځو په چارو کې د ولسمشر مرستیاله معصومه ابتکار او د ایران د پارلمان د ملي امنیت او بهرنۍ پالیسۍ د کمېټې مشر مجتبی ذوالنور په کرونا ویروس اخته شوي دي.
ایراني چارواکو هم اعلان وکړ چې د روغتیا د وزیر ایرج حریرچي لپاره د ترسره شویو څیړنو پایلې تاییدوي چې هغه په "کرونا" ویروس اخته شوی دی.