ارقام
د تایلنډ پاچا ځان د شلو ښځو په ډله کې بند کړی او خلک یې نور پاچا ته اړتیا نه لري
د تایلنډ پاچا ځان د شلو ښځو په ډله کې بند کړی او خلک یې نور پاچا ته اړتیا نه لري
د المانۍ ورځپاڼې "بلاد" د راپور له مخې، د تایلنډ پاچا ۶۷ کلن پاچا مها واجیرالونګکورن د ښار د سیمه ییزې شورا په اجازې ټول هوټل بک کړی، چې په پایله کې یې د کرونا ویروس د اندېښنو د رامنځته کېدو لامل شوی دی.
د تایلینډ پاچا مها وجیرالنګکورن د خپلو 20 میرمنو سره د ټول آلمان لوکس هوټل په کرایه کولو سره ځان ګوښه کړ.
داسې انګیرل کیږي چې پاچا مها د آلمان په باویریا ایالت کې د هوټل سوننبیچل ټولې خونې د کورونا ویروس د وبا په دوره کې د ځان ګوښه کولو لپاره بک کړې وې.
دې کار تایسي دې ته وهڅول چې د پاچا د چلند پروړاندې لاریون وکړي ، چې خپل هیواد یې پریښی ، د هشټاګ له لارې "موږ پاچا ته ولې اړتیا لرو" ، په ځانګړي توګه ځکه چې هغه د تیر فبروري راهیسې په خلکو کې نه دی لیدل شوی.