د وزن کمولو لپاره د رژیم لارښوونې
۱- په ورځ کې له ۸ ګیلاسه زیاتې اوبه وڅښئ، په ځانګړې توګه له خوړو مخکې
۲- د وزن د کمولو رښتینی هیله او اراده
3- د ډاکټر لخوا وړاندیز شوي رژیم ته غاړه ایښودل
۴- ورزش کول لکه هره ورځ نیم ساعت مزل کول
۵- بوره مه خورئ او په خوړو کې بوره مه اچوئ
۶- د امکان تر حده مالګه کمه کړئ
۷- خواړه له هرې مغشوشې سرچینې (تلویزیون، کمپیوټر...) څخه لرې وخورئ
۸- هره ورځ په مشخصو وختونو کې خواړه وخورئ
۹- خواړه د سلاد، سوپ او میوو په یوه پلیټ پیل کړئ
۱۰- د لوږې په نشتوالي کې هم د سهار په خوړلو کې غفلت مه کوه
۱۱- د شپې ډوډۍ لږ تر لږه دوه ساعته مخکې له خوبه وخورئ
۱۲- له کوچنیو پلیټونو او پیالو څخه استفاده وکړئ
۱۳- د قهوې او چای مصرف کمول او له بورې پرته یې څښل
14- وزن په وخت او په ورته پیمانه او په ورته شرایطو کې اخیستل