روغتیا
د ایران د روغتیا وزارت د کرونا د درملو ترکیب کشف او د روغتیا نړیوال سازمان ته یې وسپاره
د کرونا درمل، یو خوب یا حقیقت د ناروغانو لپاره کرونا وایرس.
سرچينې په ډاګه کړې، چې دغه درملنه اغېزمنه ثابته شوې، چې له امله يې دېرشو ناروغانو ته درملنه شوې او ټپيانو ته له روغتونونو د وتلو اجازه ورکړل شوې ده. سرچينې څرګنده کړې، چې ايران به راتلونکې اونۍ په رسمي توګه دغه فورمول اعلان کړي او د روغتيا د نړيوال سازمان پلاوي ته به يې وړاندې کړي، چې په نړيواله کچه ترې د ګټې اخيستو په موخه تهران ته سفر وکړي.
په همدې حال کې د ایران د روغتیا وزیر سعید نمکي ویلي، هېواد یې د کرونا د مخنیوي لپاره د کار کولو په برخه کې ډېر پرمختګ کړی او په دې برخه کې یې مهم اقدامات کړي دي.